نیویارک ټایمز د افغانستان په هکله خطرناکه وړاند وینه کړې
خبریال ویب پاڼه/ کوم ګواښونه چې افغانستان ورسره مخ دی نورو هېوادونو رسنیو او کارپوهانو وړاندي کړي دي خو اوس تر ټولو سخت خطرونه بیان سوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د بیا راتګ وړاند وینه کړې او ویلي یې دي چې له حالاتو داسې ښکاري چې طالبان به بیا پر افغانستان واکمن سي.
دې ورځپاڼې په همدې موخه د دلیلونو د تقویت لپاره په دې هکله د امریکا د استخباراتو سي ای اې کارکوونکې ږغولي او په دې هکله يې پوښتنې ځينې کړي چې د طالبانو د بیا راتک امکان به څومره وي.
د امریکا سي ای اې ادارې کار پوهانو ویلي د افغانستان حالت ته په کتلو سره داسې ښکاري چې د طالبان د بیاواکنیدو ګواښ ورځ تربلې په ډیریدو دی.
ورځپاڼې دغه راز ویلي چې سي ای اې له همدې امله تر سخت فشار لاندې ده او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نویو چلندونو باندې فکر کوي.
امریکا ویلي چې د خپلو سرتیرو وتلو وروسته به یې هم افغانستان تر کنټرول لاندې وي او کیدلای سي چې دوی د افغانستان پر هوايي حریم وګرځي او د لته هغه ترهه ګر چې د امریکا ضد فعالیتونه کوي په نښه او له منځه یوسي.
ورځ پاڼه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ژر او ناڅاپي وتلو په اشارې وايي چې له همدې امله سي ای اې د نویو تګلارو په پلې کولو سره اړه ده چې د استخباراتي مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره د تروریستي ډلو په وړاندې د عملیاتو د نورو کارونو په هکله له نویو لاروچارو کار واخلي او بریالي سي.
تراوسه پوري د سي ای اې نوې لارې چارې نه دي په ډاګه سوې او نه هم دا ویل سوي چې دوی له کومو لارو چارو او پالیسیو په ګټه اخیستنه سره کار پیل کړي.
د ځواکونو وتلو وروسته د سي ای اې ماموریت
د امریکا له دې دریځه جوته سوه چې دوی د ستریرو وتلو وروسته خپل استخباراتي حضور زیاتوي او دا دنده به د سي ای اې وي چې څنګه کولای سي افغانستان کنټرول کړي خو ویل کیږی امریکا که خپل پوځیان باسي نو ورسره څنګ کې يې د سي ای اې زیات کارکوونکې افغانستان ته ښايي راسي
Comments are closed.