fbpx

د کرکټ بورډ دوه ګونی چلند، درغلۍ او ناځواني

کرکټ بورډ غوښتل د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام بامیانو ولایت ته یوسي؛ دا چې هلته رسنۍ نه شته، کابل کې یې له ټولو رسنیو وغوښتل چې د خبري پوښښ لپاره خبري ټیم ورسره واستوي.

دا چې سفر د ځمکې له لارې و او ویل کېږي بامیانو ته غځېدلې لارې نا امنه دي، نو ټولو رسنیو انکار وکړ؛ یوازې شمشاد او ژوندون ټلوېزیون ورسره غیرت وکړ او د ځمکې له لارې ورسره لاړل.

خو دوی له موږ پټ د یوې بلې رسنۍ کارکوونکی له ځان سره په الوتکه یوړل.

بامیانو ته یوه لاره له پروان ولایت ورغلې او بله د میدان وردګو ولایت له خوا، نو دوی موږ ته وویل چې تاسې ته کومه لاره ښه ښکاري له هماغې لارې ځو.

تر کوتل پورې په ټکسي کې سپاره کړو، هلته په کرولا موټر کې تر چاریکارو او له هغه ځایه یې په یو ټونس موټر کې سپاره کړو چې د سلنسر دود یې د موټر د ننه زموږ زړه ټق راچولی و.

دا هم ولولئ:

شفيق ستانکزى په رښتيا هم لاسته راوړنې لري؟

خوست او ننګرهار ته د نړيوال جام نه وړل خيانت دى

شهزاد يو ځل بيا په غلا پاکستان ته په تګ وليدل شو

موږ د سهار چای هم نه و څښلی، نو په پنځه کسه یې یو درجن کیلې، یو-یو کېک، یوه-یوه اویا افغانۍ والا مانسټر انرژي، یو من کینو او پنځه بوتله لس روپګي اوبه واخېستلې.

درې بجې وې؛ لوګیو او د لارې مزل هم ګنګس کړي وو، کله چې بامیانو ته ورسېدو، د غلغلې هوټل ته ورغلو. موږ په تمه وو چې ډوډۍ به راوړي، خو دوی راته وویل چې دلته ډوډۍ قیمته ده، بهر بازار ته لاړ شئ او هلته ډوډۍ وخورئ.

بامیانو ته دا زموږ لومړی سفر و او بامیان نو داسې هم نه دی لکه کابل چې هر ځای رسټورانټ او د ډوډۍ خوړولو لپاره مناسب ځای ولري.

خو خیر! راته یې وویل، تاسې ته د ورځې زر افغانۍ درکوو نور مو خپل کار دی چې څه خورئ، خو غلغله هوټل کې د لس افغانیو تصفیه شوې اوبه په ۲۵ افغانۍ وې او همداسې هر څه یو په دوه قېمته وو.

موږ مجبور وو، دا مو هم ومنله. د ډوډۍ برخه کې مو پر ځان ظلم وکړ، خو د دوی خونې له بېلا بیلو وچو میوو، انارو، مڼو او کیلو ډکې وې او اعلی ډوډۍ یې خوړه، خو موږ چې د دوی مېلمانه وو، سپېرې شونډې ګرځېدو.

درته بد ښکاره نه شم، خو مجبور یم دا ووایم، ځکه دا د دوی د پلار پیسې نه وې، بلکې د بیت المال پیسې وې او موږ هم مساوي حق درلود.

له دې هم تېر! بامیانو کې یې د هغې رسنۍ کارکوونکی چې له ځانه سره یې الوتکه کې راوستي وو؛ په مرمۍ ضد موټر کې ګرځول او موږ ته یې د مراسمو لپاره ټونس کرایه کړ.

هغوی یې له ځان سره الوتکه کې هرات، کندهار او بیا کابل ته راوستل، د کرکټ هغه مسوولین چې بامیانو کې یې د جام لپاره زمینه برابروله؛ د پروان له لارې چې نسبتاً با امنه لاره ده؛ کابل ته راغلل، خو موږ ته یې د میدان وردګو له لارې موټر ونیو، ځکه چې کرایه یې نسبتاً ارزانه وه او یو لس روپۍ دوی ته پاتې کېدلې.

بله ناځواني یې دا چې په پټه یې له موټر سره تر کوټه سنګي خبره کړې وه؛ په داسې حال کې چې له موږ سره بیګونه، کمرې او نور وسایل هم وو؛ لنډه یې دا چې تر دفتره یې هم را و نه رسولو او په نیمه لاره کې یې پرېښودو.

دا وو زمونږ ښه او د دوی دوه ګونی او بد چلند!

لیکوال: محمد کمال افغان