The news is by your side.

پاکستان کې کوم چا څلور پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ کاناډا په انټاریو ایالت کې یو کس پر یوې مسلمانې کورنۍ موټر ورخيژولی چې له امله یي څلور تنه وژل شوي دي. 

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د کاناډا پولیس شک لري چې دغه کسان مسلمانان ول، ځکه په نښه شوي او وژل شوي دي.

د کاناډا د انټاریو ایالت په لندن ښار کې د پولیسو په حواله د دوشنبې په ورځ یو ځوان په ظاهره کې د کرکې او نفرت پر بنسټ خپل موټر پر لارویانو برابر کړی دی او د یوې مسلمانې کورنۍ څلور کسان یې وژلي دي.

د سیمه ایز پولیسو مشر سټیو ویلیم په دې اړه ویلي دي: «موږ باور لرو چې دا یو قصدي عمل وو او دا چې په دې ویروونکې پيښه کې مسلمانان په نخښه شوي دي. موږ په دې خبره هم یقین لرو چې پر دوی برید ځکه شوی چې دوی مسلمانان ول.»

پولیسو ویلي دي چې یوه ۲۰ کلن شکمن برید کوونکي د سړک پر غاړه تلوونکو ۵ تنو موټر ورځغلولی او بیا یې د تيښتې هڅه کړې ده. په دغه برید کې یو ۹ کلن ماشوم چې سخت ټپي دی اوس په روغتون کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو په یوه تویتري پيغام کې دغه پيښه په سختو ټکو غندلې ده: «د لندن مسلمانه ټولنه او په ټول هیواد کې مسلمانان باید په دې پوه شي چې موږ له تاسې سره ولاړ یوو. زموږ په هیڅ یوه ټولنه کې د اسلاموفوبیا له پاره ځای نشته. موږ باید د چل او مکارۍ پر بنسټ ولاړ د دغه نفرت مخه ونیسو.»

دا چې رښتیا به دغه پاکستانیان په قصدي توګه وژل شوي وي او که په عمدي توګه لا هم سمه مالومه نه ده، خو پاکستانیان چې کوم هېواد ته تللي هلته ناسور ګرځېدلي او د خپلو ناوړه کړنو له امله ان وژل شوي دي.

Comments are closed.