fbpx

هېڅ منسوب بهرنیو سفارتونو ته نه شي تلای

د کورنیو چارو وزیر امرالله صالح وايي، نور د کورنیو چارو وزارت هېڅ منسوب نه شي کولای له خبرتیا پرته بهرنیو سفارتونو ته تګ راتګ وکړي.

ښاغلي صالح ویلي، دغه  پرېکړه یې د کورنیو چارو وزارت د ملي منسوبینو او ملي پولیسو د عزت او غرور ساتنې په موخه کړې ده.

دغه پرېکړه سر له راتلونکې دوشنبې پلې کېږي او له هغې وروسته به د کورنیو چارو وزارت له هر ملکي او نظامي منسوب سره چې سرغړونه ترې وکړي قانوني چلند به وشي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي، له همدې نېټې وروسته له دې د کورنیو چارو وزارت هېڅ منسوب او پولیس نه شوي کولای د خپلې اړوند یا جاسوسۍ ضد ادارې له خبراوي پرته کوم سفارتونو ته د ننه شي.

د ښاغلي صالح په دې امر کې راغلي«د کورنیو چارو وزارت هېڅ ملکي او نظامي منسوب اجازه نه لري، چې په سفارتونو کې د ملي روځو، خپلواکۍ ورځو او شپنیو مېلمستایاو کې ګډون وکړي.»

هغه ټینګار کړی، چې د سفارتونو د امنیت ساتنې کنډک اړ دی، چې سفارت خونو ته د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو د تګ راتګ څخه د وزارت مشرتابه ته راپور ورکړي.