fbpx

د پاکستان پخوانى لومړى وزير اوس په زندان کې اطاقونه پاکوي

د پاکستان پخوانى لومړى وزير ميا نواز شريف اوس په زندان کې د ساتونکو کوټې پاکوي. هغه ته د نېب له خوا ٧ کاله بند اورول شوى و، چې په دې بند کې کار هم و او اوس د زندان له خوا نوموړي ته کار سپارل شوى دى چې هغه به د ساتونکو کوټې پاکوي.

نواز شريف چې په العزيزيه ريفرنس کې زنداني شوى دى، اوس د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بندي دى. پاکستاني رسنۍ راپورونه ورکوي، چې نواز شريف ته اوس د زندان له لورې کار ورکړل شوى دى، چې د کار له مخې هغه به اوس په زندان کې د ساتونکو کوټې پاکوي.

ويل کېږي چې نواز شريف د درس سره مينه درلوده او غوښتنه يې هم کړې وه، چې هغه ته دې نورو زندانيانو ته د درس دنده وسپارل شي، خو د امنيتي ستونزو له امله ورته ياده دنده نه ده ورکړل شوې او د دغې پر ځاى ورته د پاکارۍ دنده ورکړل شوې ده.

ياده دې وي چې د ميا نواز شريف درې ځله د پاکستان د لومړي وزير په حېث دنده ترسره کړې ده. وروستى ځل د ٢٠١٣ څخه بيا تر ٢٠١٨ پورې د پاکستان لومړى وزير و.

د هغه د ګوند (مسلم ليګ ن) مشران وايي، چې اوسنى حکومت له دوى څخه انتقام اخلي او نه غواړي چې موږ دې نور سياست وکړو او دا هر څه دوى د استخباراتو يا هم د پوځ پر وينا کوي.

په پاکستان کې د ټاکنو پر مهال هم محکمې نواز شريف او د هغه لور مريم نواز ته سزا اورولې وه، چې د ټاکنو پر مهال دواړه زندان ته ولېږل شول، خو کله چې ټاکنې ترسره شوې او نوى حکومت راغى، نو محکمې د دواړو سزا لغوه اعلان کړه او وې ويل چې دوى سره اسناد نشته.