کور پاڼه / راپورونه / جنرال ډانفورد کابل ته را ورسید

جنرال ډانفورد کابل ته را ورسید

د امریکې د پوځ عالي رتبه چنال په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته را رسیدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ افغانستان ته راغلی دی. د راپورونو له مخې نوموړی د مارچ ۱۹مه افغانستان ته رسېدلی او نن د مارچ ۲۰دد مه یې له افغان ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره لیدلي دي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ډنفورډ له خولې ویل شوي، کابل ته یې د سفر موخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د اوږدمهالې ژمنتیا لپاره دی.

نوموړي ویلي، هېواد یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د اعلان شوې ستراتیژۍ په پلي کولو کې کولو کې جدي دی.

نوموړی پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې معمولاً په دغه هېواد کې پسرلنۍ جګړه پیلېږي، خو سږ د نوی کال تر پیل وړاندې د وسله والو طالبانو د بریدونو راپورونه ور کړل شوي دي.

 

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …