fbpx

ټاکنو کمېسیون: روانه اونۍ به د پاتې ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې روانه اونۍ به د هېواد د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي چې د دې اونۍ په پیل کې به د پکتیا او بغلان په ګډون د کابل د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې هم په وار وار په دې اړه ژمنې شوې، خو دا لړۍ لا هم وروستۍ شوې نه ده.

د یادونې ده چې خلک، مدني ټولنې او د ټاکنو څار بنسټونه د انتخاباتو کېیسیون په بې کفایتۍ تورنوي او وایي چې د یاد کمېسیون د کمزروي مدیریت له امله لا هم د ټولو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې نه دي. دوی وایي چې یاد کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا نه لري او په دغه کمېسیون کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کوي.