fbpx

 اتمر د یوناما مشر سره د ټاکنو د ځنډېدو په اړه خبرې کړي

د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو سره لیدلي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د ولسمشریزو ټاکنو پر روڼتیا او د ټاکنو د ځنډېدو په اړه خبرې کړي دي.

 اتمر ټاکنې د ولسواک نظام او د ډیموکراسۍ یو اساسي رکن بللی، نوموړي ویلي، چې د ټاکنو ځنډېدل به له یوې خوا پر عامه ذهنیت منفي اغېز وکړي او له بل پلوه له سیاسي ګوندونو او جریانونو سره له سلا مشورې پرته د نوي تقویم په اړه تصمیم نیونه د منلو وړ نه ده.

حنیف اتمر زیاته کړې، چې د انتخاباتي اصلاحاتو د رامنځته کولو په تصمیم نیونه کې باید ټول سیاسي ګوندونه او جریانونه شامل وي. اتمر، ویلي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په بهیر کې د موجودو کمزورتیاوو او ستونزو علتونه باید په لویه کچه له ولس سره شریک شي ترڅو د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې دې دا ډول کمزوریو او ستونزو د تکرار مخه ونیول شي.