fbpx

ننګرهارکې د څېړنې مېتود ورکشاپ جوړ شو

ننګرهار پوهنتون کې (په ټولنيزو علومو کې د څېړنې مېتود او د ارقامو تحليل) تر سرليک لاندې ورکشاپ جوړ شو

په نوموړى شپږ ورځني ورکشاپ کې، چې د کابل پوهنتون د ملي پاليسۍ تحقيقي مرکز په مرسته جوړ شوى، د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځيو د تحقيق کمېټو ٣٥ تنه غړي ګډون لري. د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د څېړنې او تحقيق په ارزښت خبرې وکړې او ددغه ورکشاپ جوړېدل يې په اړونده برخه کې ګټور ګام وباله.

نوموړي زياته کړه: ((پوهنتونونه د څېړنې او تحقيق مراکز دي او پرته له تحقيق هيڅ معنى نلري.)) ښاغلي فهيم وويل: د تحقيق برخې ته کار کول يې کاري لومړيتوب دى او ډېر ژر به د لوړو زده کړو وزارت او نورو مرستندويه ادارو په مرسته په ننګرهار پوهنتون کې يو ستر علمي او تحقيقاتي مرکز جوړ کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال، د پوهنتون د څېړنې کمېټې مشر پوهندوى سيد ضياءالحق بنوري او د ورکشاپ ټرينر استاد اسدالله صمدي نور ويناوال وو، چې ټولو د ورکشاپ د ارزښت، اړتيا او موخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.