fbpx

میدان وردګو کې ۱۵ وسله وال ووژل شول

د میدان وردګو ولایت د چارواکو د معلوماتو په بنسټ چې خبریال ډاټ کام ته يي ورکړي د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په بهادرخیلو، باغک، کړوخیل کلیو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري د تېرې شپې راهیسې عملیات پیل شوي چې تر دې دمه د وسله والو مخالفینود دریو قوماندانو (انجنیر حیات، مخلص او عبدالله) په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي.

سرچینه زیاتوي همداراز عملیات کوونکو ځواکونو د وسله والو  درې مرکزونه هم ویجاړ کړي او پنځه موټرې یې  هم تخریب شوي دي.

د دوي په خبره په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ته دي اوښتي .

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفینو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دې ويلي