fbpx

پاکستان سره د افغان سولې نه بلکې د خپل امتیاز غم دی

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د افغانستان سربیره ، چین ، روسیه او اوس تازه قطر ته سفر کړي چې تر ډيره د دغه سفرونو او لیدنو غوښینه برخه د دوي په خبره د افغان سولې او ټيکاو په تړاو خبرې اترې او هڅي دي.

دلته سیاسي شنونکي او ځای خلک د پاکستان دغه پیل کړي هڅي د افغان سولې لپاره نه بلکې د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره بولي.

سیاسی شنونکي او خلک وايي پاکستان تل د ترهګرو ملاتړ کړي او لا هم په دغه هیواد کې د ترهګرو پراخه مرکزونه او روزنیز ځایونه موجود دی چې د پاکستاني متقاید جنرالانو په وسیله ترهګرو ته په کې روزنه ورکول کیږي.

دوي په دې بارو دې که پاکستان وغواړي د بیلابیلو هیوادونو د چارواکو سره د لیدني پرته هم افغان سوله کې مهم رول لوبولاي شي خو بدبختان چې پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې نه بلکې د خپلو امتیازاتو غم دي .

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه قطر ته تللي او ويلي  دي چې دوی هڅه پیل کړي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په روانو هڅو کې خپله ونډه واخلي او دلته روانې ناندرۍ پای ته ورسوي.