fbpx

د راشد خان د کورنۍ مهم غړی ومړ

نن د ډسمبر پر ( ۳۰) مه نېټه د نړۍ په کچه پېژندل شوې څېرې افغان الراونډر راشد خان پلار محترم (خلیل خان) د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

راشد خان اوس مهال په اسټرالیا غوره لیګ کې لوبېږي او ښایې د والد صاحب پر جنازه کې شتون ونه لری ځکه اسټرالیا او اسیا سره د مساحت له مخې ډېر لېرې والي توپیر لري.

خبریال ویپانې ته یوې باوري سرچینې ویلي چې د راشد خان د پلار جنازه به نن ماښام شاوخوا ( ۶) بجې  په پاکستان هېواد کې په فیز (۶) شلمان پارک کې ادا شي.

 راشد خان  ټول( ۷ ) ورونه لري چې له ډلې شپږ ورونو ودونه کړي او راشد خان وروستی دی، د دې ترڅنګ راشد خان په کورنۍ کې یوه خور هم لري.

راشد خان  د افغانستان او بیا د نړۍ په کچه ډېر مینوال لري نوموړی په ښي لاس څوکه ګوګلي ورو توپ اچونه کوي چې په دې وروستیو کې ټوله نړۍ ګوته پر غاښ کړې ده.

د خبریال خبري ویپانې ټول کارکوونکي د ملی اتل راشد خان والد صاحب (خلیل خان)  ته له لوی رب څخه جنتونه غواړي او ملی اتل او کورنۍ ته یې  صبر جمیل غواړو.

نوموړی اوس مهال د اسټرالیا په غوره لیګ (BBL)  سیالیو کې بوخت دی ممکن پر جنازه کې ګډون ونکړي.