fbpx

طالبان د پاکستان تر سخت فشار لاندې دي

پاکستان حکومت  په طالبانو ډیر زیات فشار اچولی چې دا ځل دې خبري په اسلام اباد کې وکړي په ځواب کې طالبانو تر اوسه له پاکستان سره دا خبره نه ده منلې خو، پاکستان حکومت په مقابل کې  ځینو طالب مشرانو ته ګواښونه کړي دي‌ چې تیار نشي بیا به یې انجام خراب وي .

د طالبانو یوه لوړرتبه کس خبریال ډاټ کام ته وویل چې پاکستان په (مرګ ونیسه په تبه راضي کړه) په نوم  پالیسي چلوي او غواړي طالبان په سعودي عربستان کې خبرو ته چمتو کړي .

او تر اوسه لا طالبانو ته د جدې د کنفرانس په اړه څه نه دي ویل شوې کیدای شي په اسلام اباد کې د خبرو فشار ددې لپاره وي چې طالبان په جده کې د خبرو لپاره تیار کړي .

خو طالبان ورته په ځواب کې وايي چې د خبرو لپاره تر ټولو ښه ځای قطر دی  نه پاکستان له بله پلوه پاکستان له قطر نه سعودي عربستان ته د د طالبانو د سیاسي استازو د واک پر ورسپارلو له سعودي عربستان نه پیسې اخلي‌.

له دې وړاندې پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي  عربستان او امریکا د  طالبانو سره په لومړۍ غونډه کې په ابو ظهبۍ کې  د افعان سولې په اړه خبرې وکړې چې هلته هم د  طالبانو غوښتنې په تکراري ډول وې.

طالبانو په یاده غونډه کې دا غوښتنې کړې وې : امریکا د وتلو مهال وېش باید اعلان شي ، امریکا د نه وتلو په صورت کې د مامریت د بڼې د بدلولو غوښتنه هم طالبانو وکړه ، پر ولسی ‌ وګړو د بمباریو  بندول ، د طالب زندانیانو خوشې کېدل او له تور لیسته دې‌د  طالبانو مشرانو د نومونه ووځي دا هغه غوښتنې وې چې طالبانو کولې.

د یادې غونډې د پای وروست افغانستان، قطر عرب اماراتو، سعودي ‌عربستان او امریکا متحده ایالاتو ته وبرېښوله چې د افغانستان د سولې کيلي د پاکستان په لاس کې ده او د لږ امکاناتو په بدل کې دا کیلي چاته نه سپارل کېږي.

اوس به دا وخت ثابته کړي چې طالبان پر پاکستان او که  پر قطر کې دوهمه غونډه ونیسي.