fbpx

د داعش وسله والود استخباراتو مسول ووژل شو

د ختیځ ننګرهار ولایت چارواکي وايي داعش د استخباراتو مسؤل د ۲۷ نورو داعشیانو سره ووژل شو او څلور مرکزونه یې تخریب شول .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبریال دآټ کام ته وویل د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ مامند درې په شلخي کلي کې د صفر دوه ځواکونو له لورې تېره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل او یو شمیر قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان ووژل شول او د دوی څلور مهم مرکزونه تخریب شول .

نوموړي زیاتوي په وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی،په اچین کې د جګړې مسؤل سعید عمر،شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي .

د خوږیاڼي په خبره په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

تراوسه داعش ډلي په دې تړاو رسنیو ته څه نه دې ویلي