fbpx

له افغانستان د ځواکونو ایستل به زیانونه ولري

په  ورستیو کې داسي راپورونه خپاره شول چې ښایي ټرمپ له افغانستان خپل نیمايي ځواکونه وباسي.

که څه هم دغه له یوې خوا د ټرمپ د دغه خبرو هرکلي شوي خو له بلې خوا د چاره د جدې غبرګونو سره هم مخامخ شوي ده .

اوس تازه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه پخواني قومندان سټانلي مک کرېستال پر ټرمپ نیوکه کړې او ویلي يي دې ، له افغانستان د نیمايي ځواکونو ایستل به د امریکا او افغان حکومت لپاره زیانونه ولري.

نوموړي همدراز زیاته کړي ده چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به طالبان پر ځان باوري کړي.

دده په خبره دغه چاره به طالبان پر دې باوري کړي، چې دوی جګړه ګټلی شي او په دې توګه به د سولې لپاره ددوی رامنځ ته شوې انګیزه له منځه لاړه شي.

نوموړي  دا هم ویلي چې ټرمپ په دغه ډول مسایلو کې رښتینی نه دی او خلکو ته دروغ وايي.

 مک کرستال وايي امریکا اړ ده، چې د ثبات تر راتګ پورې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او په دغه ډول بې وخته څرګندونو باندې هلته د سولې او سیاسي حل هڅو ته زیانونه وا نه ړوي.

د یادونې وړ ده  دغه کار په هېواد کې له تاوده هرکلي سره مخ شو، خو سپينه ماڼۍ وايي چې ټرمپ تر دې دمه په رسمي توګه د سرتېرو د ایستلو امر نه دی کړی.

 

Loading...