fbpx

روسیه تیاره ده له امریکا سره خپلې اړیکې جوړې کړي

پوتین، ټرمپ ته د کرسمس  د مبارکۍ له کبله یو لیک لېږلی او زیاته کړې یې ده، چې روسیه تیاره ده، له امریکا سره خپلې اړیکې جوړې کړي.

پوتین په دغه لیک کې ویلي تیار دی، د هغو مسایلو په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي چې له کبله یې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

هغه ټینګار کړي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې پر ټولو نړیوالو مسایلو اغېز لرلی شي نو ښه به وي چې دواړه هېوادونه خپلې اړیکې سره سمې کړي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه پورې د پوتین دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

یادوني وړ ده، چې د امریکا او روسیې اړیکې د کریما پر سر او دغه راز د امریکا په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تور تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.