کور پاڼه / راپورونه / د نقیب پر وژني تورن ونیول شو

د نقیب پر وژني تورن ونیول شو

پاکستان د وزیرستاني ځوان په قتل تورن پولیس افسر نیولی دی.

 وزیرستان د یو پښتون ځوان نقیب الله په قتل تورن پولیس افسر راو انوار د چهارشنبې په ورځ ناڅاپي په عام محضر کې ښکاره شو. هغه ځان پخپله د پاکستان سترې محکمې ته وسپاره.

د کراچۍ په دغه پولیس چارواکي د نقیب الله نه علاوه د ۴٠٠ کسانو د محاکمې نه پرته د قتل تور دی. د جنورۍ په ١٣ مه نیټه د نقیب الله په یوې جعلي مقابلې کې د قتل نه وروسته راو انور پټ شوی و او ستری محکمې امر کړی و چې هغه دې محکمې ته حاضر شي.

د یادونې وړ ده چې د پښتون تحفظ تحریک د نقیب الله د قتل نه وروسته د جنورۍ په ٢۴ پیل شو او تراوسه دوام لري.

د پاکستان قاضی القضا په سترې محکمې کې راو انوار نه وپوښتل چې "دومره ورځې ولې لادرکه وی، ځان ته خو به دې ډیر باتور ویل". هغه په ځواب کې وویل "چې د خپل ژوند خوندیتوب لپاره پټ شوی و."

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …