fbpx

د درقد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

د تخار د مرکز تالقانو ښار په چاودنه کې د درقد ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت مقام دروازې مخې ته چاودنه وشوه.
يوې حکومتي سرچينې وويل چې د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ د امنيه قوماندان ډګروال عمر په موټر کې ماين ځاى پر ځاى شوى و چې د ولايت مقام مخې ته يې چاودنه کړې ده.
دغه راز د تخار د والي وياند جواد هجري وويل چې په دې چاودنه کې ډګروال عمر وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
درقد د تخار تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې شاوخوا درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو د درې ورځو لپاره نيولې وه، خو اوس يې هم ډيرې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.