fbpx

د سولي په برخه کي د مېرمنو اړوند د ملي اجماع لويه غونډه جوړه سوه

په کندهار کي د سولي په برخه کي د مېرمنو اړوند د ملي اجماع لويه غونډه جوړه سوه چي پرمهال يې د سرپرست والي ترڅنګ د هيواد د لومړۍ مېرمني رولا غني مشاورينو، د سولي په برخه کي له مرکز څخه د مېرمنو راغلي ګډ پلاوي، د ولايتي شورا ښځينه غړو د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او په سلګونو مېرمنو ګډون کړی وو. په دغه غونډه کي لومړی د راغلي پلاوي په استازيتوب ډاکټر عائيشې نورزۍ خبري وکړې او ويې ويل : د دغه غونډي څخه مو موخه د سولي په برخه کي د مېرمنو ونډه او د هغوئ نظريات اورېدل دي، هغې زياته کړه : دغه ډول پروګرامونه د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کي ترسره سوي چي نن کندهار هم د دغسي لويي غونډي کوربه توب کوي. آغلي نورزۍ وويل : دغه پروګرام د هيواد د لومړۍ مېرمني رولا غني په هڅو په لاره اچول سوی چي د افغانستان د ټولو ولايتونو د مېرمنو ږغ او نظريات راټولوي او تر نړيوالو پوري يې رسوي ترڅو هغوئ په دې اګاه وي چي افغان مېرمني جنګ نه بلکي سوله غواړي. نوموړي د ولايت مقام له رهبرۍ څخه هم ځانګړې مننه وکړه چي د دغه پروګرام په جوړولو کي يې ورسره پوره همکارۍ کړې او په دغه برخه کي يې د نورو همکاريو ډاډ هم ورکړی دی. همدارنګه په غونډه کي سرپرست والي عبدالحنان منيب د هيواد د لومړۍ مېرمني څخه ځانګړې مننه وکړه چي د مېرمنو لپاره د داسي پروګرامونو د پر لاري اچولو هڅي کوي ترڅو د افغان مېرمنو ږغ تر نړيوالو پوري ورسېږي، هغه په دغه برخه کي د دا ډول نورو پروګرامونو غوښتنه هم وکړه ترڅو مېرمني د خپلو حقوقو څخه برخمني سوي وي. نوموړي وويل : افغان مېرمني او خوندي د سولي تږي دي او نور نغواړي چي خپل د کورنيو غړي د بدمرغه جنګ ښکار او قرباني سي، هغه له مېرمنو څخه غوښتنه وکړه چي د سولي په برخه کي خپل ږغ نور هم پورته کي او په دغه برخه کي د ورونو ترڅنګ خپل مسؤليت اداء کړي. سرپرست والي د مرکز له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چي د سولي په برخه کي د مېرمنو مشورتي بورډ جوړ کړي چي په دغه بورډ سره به مېرمني په اسانۍ سره خپل ږغ د سولي په برخه کي پورته کوي او تر نړيوالو پوري به يې رسوي. ښاغلي منيب وويل : ولايتي اداره د سولي په برخه کي پوره هڅه کوي چي د ورونو ترڅنګ مېرمنو ته هم د دا ډول پروګرامونو زمينه برابره کړي، هغه زياته کړه : ولايت مقام د سولي پروګرامونه د سولي د دفتر سره په ګډه همږغۍ په ولسواليو کي هم په لاره اچولي چي تردامهاله مؤثر تمام سوي دي. وروسته په غونډه کي د مېرمنو لخوا د سولي اړوند هر اړخيزه نظرونه تبادله او ټينګار وسو چي مېرمني جنګ نه بلکي سوله غواړي، هغوئ په دغه برخه کي د ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چي نور د جنګ پرځای د ورورولۍ لاسونه سره ورکړي.