fbpx

ننګرهار کې ۴۳ مهم غاصبین نیول شوي

ننګرهار ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د روان کال په ترڅ کې د کانال،ښارګوټو او نورو غصب شوو ځمکو اړوند ۳۴ تنه مهم غاصبین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي .

په نیول شوو غاصبینو او د غصب شوو ځمکو اړوند قضیو کې حاجي فاروق، قوماندان کریم، لیس، انجینر عبیدالله ولي محمد سادات، حاجي داد ګل ، ښایسته خان، سمیع الله، مزمل، حکمت الله ، اباسین، ډاکټر عبدالمنیر، الهام الدین،سرور،میران شاه،زیرکی، ایمل،ملک محمد ولي، سید روح الله، شاه اغا، یارمل، محمد عارف، محمد اصف، شیر اباز،خیال محمد، واسیع، علي محمد، بریال،خلیل، نقیب الله ، میروخان، سرور او یو شمیر نور شامل دي .

یاد کسان چې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي او ګڼ شمیر یې په محبس او د امنیه قوماندانۍ په نظارت خانه کې شتون لري،د کانال اړوند، بهسود، سره رود،روداتو،کامې او یو شمیر نورو ولسوالیو او مرکز اړوند د بېلابېلو غصب شوو ځمکو او ځمکو اړوند قضیو کې د پولیسو له لورې نیول شوي دي . ننګرهار والي حیات الله حیات ولسونو ته ډاډ ورکوي،چې د غصب پر ضد یې د ژمنې له مخې مبارزه ګړندۍ کړې ، مسؤلینو ته یې په مرکز او ولسوالیو کې سپارښتنه کړې،چې غاصبین په نښه او د قانون منګولو ته یې وسپاري .

نوموړي همدا راز د قضایي او عدلي ارګانونو سره د همغږۍ په غونډه کې هم ټینګار وکړ،چې د ځمکو اړوند قضیو کې نیول شوو کسانو په ضمانت خوشي کېدو کې له احتیاط څخه کار واخلي .