fbpx

پاکستان ته د يهوديانو پر ورتګ بندېز ختم شو؟

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، پاکستان د اسراييل هېواد وګړو ته دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړې ده. د پاکستان ايکسپرېس نيوز وېبپاڼه وايي، چې پاکستان ته د اسراييل هېواد د وګړو راتګ اجازه ورکړل شوې ده، خو د اميګرېشن رييس وايي چې دا کار د کورنيو چارو وزارت دى او همدا راز نوموړي حکم کړى دى چې د اسراييل نوم دې له لېسټ څخه وويستل شي.

د رسنيو د راپورونو تر مخه، د اېف آى اې (د پاکستان فدرالي څېړنيزه اداره) پر وېبپاڼه د ٧ هېوادونو لېسټ خپور شوى دى، چې پکې د يادو هېوادونو د وګړو لپاره نوي قوانين وضع شوي دي، چې د ياد هېوادونو وګړي چې پاکستان ته راځي، نو لومړى بايد څه وکړي. په دغه لېسټ کې هند، بنګله دېش، بوټان، نايجيريا، فلسطين، صوماليه او د اسراييل هېواد نومونه شامل دي.

په وېبپاڼه کې زياته شوې ده، چې که کوم اسراييلى وګړى پاکستان ته راځي، نو لومړى به له پوليسو سره ځان راجستروي، بيا به له اړونده ادارې څخه د پاتې کېدو سند ترلاسه کوي او له بېرته تګ مخکې به ياد سند بېرته پوليسو ته حواله کوي، تر څو د تګ اسناد ورته ورکړل شي، خو د دې لپاره لازمي ده چې کوم اسناد ورته ورکړل شوي وي، هغه بېرته وسپاري.

دا هم ولولئ:

د اسراييل صدراعظم په پټه پاکستان ته سفر کړى

د هوايي ډګر کارکوونکي وايي، اسراييلي الوتکه پاکستان ته راغلې وه

همدا راز ويل شوي دي چې کوم کسان د سارک هېوادونو وېزه يا د کار وېزه ولري، نو هغوى به د پوليس د راجستر نه خلاص وي، په دې لړ کې د اسراييل وګړي د پوليسو راجستر ته ضرورت نه لري، خو هنديان به بيا هم ځان له پوليسو سره راجستروي.

که څه هم په پاکستان کې د اميګرېشن رييس عصمت الله جونيجو ويلي دي چې دا نوم پر تېروتنه وراچول شوى دى او دا د کورنيو چارو وزارت تېروتنه ده او امر يې کړى دى چې د اسراييل هېواد نوم دې له دې لېسټ څخه ليرې شي، خو ويل کېږي چې پاکستان د اسراييل هېواد په رسميت پېژندلى دى او غواړي چې ورسره سفارتي او ډيپلوماټيکي اړيکې فعالې کړي.

د همدې اړيکو لپاره پاکستان لازمي وګڼله چې لومړى داسې يو کار وکړي او د ولس غبرګون معلوم کړي، چې که سبا پاکستان يهوديانو ته خپل هېواد ته د راتګ اجازه ورکوي، نو ولس به يې څه غبرګون ښايي.

ياده دې وي چې څو مياشتې مخکې د اسراييل هېواد لومړى وزير نيتن ياهو په پټه پاکستان ته راغلى و، په پاکستان کې يې ١٢ ساعته وخت تېر کړى و، چې مېرمن او ځينې مهم وزيران او مشاورين هم ورسره و. ځينې خلک وايي چې هغه په پاکستان کې د لومړي وزير، ولسمشر او د پوځ مشر سربېره له يو شمېر مهمو کسانو سره هم ليدلي و.