fbpx

د کرکټ نوموتو لوبغاړو د راشد خان سره غمشريکي وکړه

تېره ورځ د ډسمبر پر (۳۰) مه نېټه د افغان کرېکټ ملي لوبډلې سوکه لېګ سپېنر ګوګلي توپ اچوونکي راشد خان پلار (خلیل خان)  د ورپېښې ناروغۍ له امله په پېښور کې ومړ، د راشد خان پلار جنازه پرون ماښام شپږ بجې ترسره شوه خو راشد خان اوس مهال په اسټرالیا غوره لیګ کې لوبېږي او د مساحت له لېرې والي له امله یې ونه شو کولی په جنازه کې ګډون وکړي.

د راشد خان د پلار د مړینې سره سم په ټولنیزو رسنیو کې د کرېکټ بهرنیو لوبغاړو او ملي لوبغاړو ترڅنګ په تجارتي لیګونو کې د لوبډلو خاوندانو هم د راشد خان سره په دې ستر غم کې ځانونه شریک ګڼلي او د تسلیت پیغامونه یې ورته پرېښي.

راشد خان پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه باندې یو انځور خپور کړی و او ورسره یې په ټوېټ کې لیکلي و: ((ما نن خپل د ژوند تر ټولو مهم شخص له لاسه ورکړ، زما د ابدي ژوند شمع زما پلار. انا لله و انا الیه راجعون. زما به تل یادېږې.))

د همدې ټوېت په ریپلى یا ځواب کې د کرېکټ لوبغاړو ترڅنګ په بهرنیو لیګونو کې لوبډلو مالکانو راشد خان سره غمشريکي کړې ده. دا چې د اسټرالیا بېګ باش سیالیو کې راشد خان همدا مهال د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره لوبېږي او لومړی هم هغې لوبډلې تسلیت ورکړی و هغوى د ټوېټ په ریپلی کې ویلي و: ((راشد خانه! مونږ ستا د پلار مړینې په خاطر خفه یو. د اډلایډ مکمله کورنۍ ستا تر څنګ ده.))

د ټوېټ پر دویم ریپلی کې مسلمان او پښتون هندي لوبغاړي یوسف پټان داسې لیکلي و: ((الله ج دې ستاسې پلار وبخښي، له دې ځایه زما د تسلیت مراتب ومنئ وروره.))

پر دریمه ریپلی کې پاکستاني لوبغاړي سهیل تنویر هم له راشد خان سره غمشريکي کړې وه. هغه ليکلي و: ((زه د دې خبر په اورېدو سره ډېر خفه شوم، له الله ج څخه ستا والد صاحب ته د جنت غوښتونکی یم او تاسې ته د ې رب صبر درکړي.))

راشد خان ته د هغه پر ټويټ باندې د بېګ باش ټولو مسوولينو د تسليت پېغامونه پرېښي دي. همدا راز په پنځمه ريپلى کې د هند غوره ليګ مخکښې لوبډلې او د راشد خان اړوند لوبډلې سنرايزرز حېدراباد داسې ليکلي: ((مونږ پر واقعیت سره ستا د پلار پر مړیني باندې خفه یو، د حیدر اباد ټوله کورنۍ تاسې سره په دې غم کې شریکه ده.))

د دې ترڅنګ افغان کرکټ بورډ هم د راشد خان د پلار پر مړينه خفګان ښکاره کړی او لیکلي يې دي چې د راشد خان کورنۍ ته د افغان کرکټ بورډ ټوله اداره تسلیت وایي.

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي هم پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه باندې د راشد خان د پلار مرګ خبر پورته کړی و او په دې غم کې ورسره ځان شریک ګڼلی او لیکلي يې و چې راشد مې د ورور په شان ملګری دی د پلار غم یې دروند دی.  د دې ترڅنګ افغان لوبغاړي مجیب الرحمان هم د راشد خان سره په دې غم کې ځان شریک ګڼلی او د تسلیت پیغام یې ورته پریښی.