fbpx

راشد خان په ۲۰۱۸ کال کې ستر ریکارډ پرېښود

د افغانستان ملي لوبډلې مشهوره لیګ سپېنر ګوګلي ماسټر راشد خان نن یو ستر ریکارډ مات کړ راشد خان چې په ډېر کم وخت کې د نړۍ په سترو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي نوموړی د نړۍ په کچه د هند غوره لیګ (ای پي ایل ) د بنګله دېش( بي پي ایل) ( د انګلینډ کوانټۍ ) د افریقا مزانسي سوپر لیګ ) د عربو لس اوریزه لیګ کې ولوبېد او د اسټرالیا په بېګ باش سیالیو کې اوس مهال په سیالیو بوخت دی .

راشد خان په ( ۲۰۱۸) کال کې نه هېرېدونکی ریکارډ پرېښود دې افغان لوبغاړي په دې زیږدیز کال کې ټول ( ۹۶ ) لوبغاړي وسوځول چې د کرېکټ په تاریخ کې تر بل هر لوبغاړي ډېر لوبغاړي سوځول دي.

له راشد خان وروسته اسټرالیاوي لوبغاړی انډري ټای دویم مقام لري نوموړي په دې کال کې ټولټال (۷۵) لوبغاړي سوځولي دي چې تر راشد یو قدم وروسته دی .

له دې وړاندې د نړۍ په کچه د ویسټ انډیز لوبدلې توپ اچوونکي ډي جی براو په ( ۲۰۱۶ ) کال کې دا ریکارډ پر خپل نوم کړی و نوموړي په یاد کال کې ( ۸۷) لوبغاړي سوځولي و چې لومړی مقام يې په خپل نوم کړی و .

تر اوسه په نړۍ کې هېڅ یو توپ اچونکی نه دی توانېدلی چې په یوه کال کې (۱۰۰) ویکټې واخلي راشد نږدې و چې سل ویکټې پوره کړي خو نصیب ورسره یاره ونکړه ځکه نن د ( ۲۰۱۸) زیږدیز کال وروستۍ ورځ وه او په دې ورځ یې دوه لوبغاړي وسوځول.

راشد خان د کرېکټ هعه څېره ده چې د کرېکټ په نړۍ کې په دې وروستي کال کې ډېرې لاسته راوړنې ولرلې نوموړی په دې وروستیو کې د الراونډرانو په لېست کې هم لومړی مقام پر خپل نوم کړی چې بنګالی لوړبغاړی شکیب الحسن او افغان لوبغاړی محمد نبي یې وروسته پرېښود .

راشد خان په دې وروستیو کې د یو ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو په ډله کې هم د هندي جسپرېت بومرا وروسته دویم مقام لري ، همدارنګه په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د توپ اچوونکو په ډله کې هم په لومړي مقام کې ځای لري.

راشد خان سږ کال په سیالیو کې ډېر بوخت و د ملي لوبډلې د لوبو ترڅنګ په تجارتي سیالیو کې هم په پرله پسې توګه ولوبېد چې د هېواد بیرغ رپېدو لپآره هر هېواد ته د سیالیو لپاره تللی و چې حتا ډیری وخت د خپلې کورنۍ څخه هم لېرې و.