fbpx

چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د یوې چاودنې له امله د یوه پولیس په ګډون ۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چاودنه پرون مازیګر نا وخته مهال په ښرنه ښار کې یوه هوټل ته نېږدې شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و، چې د چاودنې له امله یې دوه تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

په مرکز ښرنه کې روغتیايي چارواکي هم ویلي، چې د پېښې له ځایه دوی ته دوه جسدونه او پنځه ټپیان وروړل شوي دي.

خو د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمود ارین وايي، په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو پولیس او څلور نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.