fbpx

د کمېسیون اوسني غړی باید لرې شي

ځینې سیاسي ګوندونو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډ ته په غبرګون کې وايي، دوی د ټاکنو له ځنډولو سره موافق نه وو.

یو شمېر سیاسي ګوندونه  تور پورې کوي، چې یاد کمېسیون په دې جوړښت او دې غړو د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي وړتیا او توان نه لري او باید ژور اصلاحات په کې راوستل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې د ټاکنو د ښه مخه وړلو، روڼوالي او تخنیکي ستونزو په پام او د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د نظرنو په پام کې نیولو سره یې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري له ۳۱ مې د همدې کال د چنګاښ ۲۹ مې ته ځنډولې دي.

خو یو شمېر سیاسي ګوندونو د کمېسیون له خوا د ټاکنو پر ځنډ نیوکه کړې او وايي، دوی له دغه ځنډ سره موافق نه و او نه هم ورسره سلا مشوره شوې ده.

سیاسي ګوندونه ټینګار کوي، تر چې په یاده کمېسیون کې ژور اصلاحات نه وي راغلي، په اوسنی مدیریت سره به یې د دوی په وینا د ولسمشرۍ ټاکنې همداسې مسخره وي لکه تېري پارلماني ټاکنې.