fbpx

جګړو او وچکالیو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې

د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره بشر دوستانه مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان کې وروستیو جګړو او وچکالیو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې او مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسلامي همکاریونو سازمان غړو هېوادونو ته پکار ده، چې له جګړې او وچکالۍ ځپلو افغانانو سره بشر دوستانه مرستې وکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې غړو هېوادونو دې د افغانانو لاسنیوی وکړي او خپل بشردوستانه مرستې دې دغه هېواد ته ورسوي.

یادوني وړ ده چې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې ویلي و، چې له ۶۹ زره بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او دغه راز ۸۵ زره نورې کورنۍ بېړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه دا هم ویلي و، چې له ۵۶ زره کورنیو سره د حکومت او مرسته کوونکو موسسو له خوا د مرستې امکان شته، ولې د ۲۸ زره پاتې کورنیو لپاره بودیجه نشته، چې د مرستو غوښتنه شوې ده.