fbpx

د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوی

د غزني لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول د یوه هوايي برید پر مهال وژل شوی
دملي فاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو پر دغه استخباراتي مسوول او ملګرو یې د غزني په ناوه ولسوالۍ کې هوايي برید شوی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د غزني لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ملا حمیدالله له خپلو پنځو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی دی.

بل خوا دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي او څو کلي یې د هغوی له شتون څخه پاک کړي دي.

دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو پر مهال ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.