fbpx

محب د ظرفیت پر لوړ والي ټینګار وکړ

د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب تېر مازديګر د امنيتي او دفاعي سكټور په غونډه كې د وزارتخونو لپاره پر لا زياتو امنيتي تدابيرو ټينګار وکړ.
د ملي امنيت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنيتي او دفاعي سکټور مشرتابه د پايتخت كابل او نورو ولايتونو د امنيتي وضعيت راپور غونډې ته وړاندې كړ.
د ملي امنيت سلاکار ‌په‌‌‌‌ وروستيو څلورو کلونو کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د خپلواکې دفاع قدرداني وکړه او همدارنګه يې د امنيتي ځواکونو پر تجهيز، تقويت او د ظرفيت پر لوړوالي ټينګار وکړ.
غونډې ته همداراز د امنيتي او دفاعي سکټور مشرتابه له ګواښونو سره د مبارزې د څرنګوالي د طرحې او پلان راپور وړاندې کړ.
دوى وويل، امنيتي او دفاعي ځواکونه په پوره همغږۍ او انسجام د دښمن ځپلو ته دوام ورکوي او د هغوى شومې دسيسې يې په هر ځاى کې خنثى کړې دي.