fbpx

مجاهد: له ايراني چارواكو سره د خپل پلاوي ليدنه تاييد كړه

طالبانو په تهران كې له ايراني چارواكو سره د خپل پلاوي ليدنه تاييد كړه.
طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، د سيمې له هېوادونو سره د تماسونو په لړ كې يې پلاوي تهران ته سفر وكړ، ترڅو له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو تر وتلو وروسته په دې هېواد او سيمه كې د سولې او ثبات راوستلو په اړه له ايراني چارواكو سره خپل نظر شريك كړي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د طالبانو پلاوي د سيمې بېلابېلو هېوادونو ته دوامداره سفرونه لري، ترڅو د دغو هېوادونو سياسي ملاتړ او همدارنګه له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو او دلته د سولې او ثبات رامنځته كولو په هدف يې همكاري جلب كړي.
د افغان طالبانو يوه پلاوي وړمه ورځ په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا يادو خبرو ته په اشارې د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د افغانستان د لانجې د حل يوازينۍ لار بولي.