fbpx

سرپل کې۲۰ امنیتي سرتېري شهیدان شوي

سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۴۳ افغان امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي زیاتوي لسګونه  وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و، چې جګړې تر نن سهار پورې دوام درلود.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي وسله والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ د روستای قشقري سیمو کې د تېلو د ډ خیرو د نیولو په موخه دغه بریدونه کړي وو.

نوموړي وویل، چې د طالبانو په بریدونو کې ۲۰ امنیتي سرتېري شهیدان شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا دغه سرتېري ملي او سیمه ییز پولیس، ملي امنیت او محافظت عامه کسان دي، چې د تېلو زخیزو د امنیت مسؤلیت یې درلود.

د سرپل د والي ویاند زیاتوي، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو هم په صیاد ولسوالۍ کې د جګړې پخلي کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.