کور پاڼه / راپورونه / اسلام آباد کې اعتراضات په موقتي ډول ځنډول شوي

اسلام آباد کې اعتراضات په موقتي ډول ځنډول شوي

په اسلام آباد کي اعتراضونه په موقتي توګه ځنډول شوي دي.

لاریونونه د پښتنو ځوانانو د زنجیره یي ترور په غبرګون کې په اسلام آباد کې روان ول.

له وزیرو نیولي بیا د پښتنو تر نورو ټولو قومونو پوري ښځي او نارینه سرکونو ته را وتلي ول او شدید اعتراضانونه يي کول.

تېره ورځ د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د معترضینو غوښتنې یې منلي دي او له همدې کبله یې اعتراضونه د یوې میاشتې لپاره وځنډېدل.

د دې اعلامیې پربنسټ، نقیب الله محسود د وطن شهید بلل شوی او ټاکل شوې چې په نامه یې یو پوهنځی جوړ شي.

د پاکستان حکومت همداراز منلې ده چې سویلي وزیرستان له ماینونو پاک کړي.

د پاکستان پښتنو له څو اونیو راهیسې په اسلام آباد کې اعتراضونه پیل کړي وو.

اعتراض کوونکو له حکومت څخه غوښتنه درلوده چې په یوه میاشت د هغوی نورې مشروع غوښتنې هم ومني.

دوی ګواښ کړی دی که یې غوښتنې ونه منل شي دوی به خپل اعتراضونه یو ځل بیا پیل کړي

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار ولایت مقام ته په څو مترۍ کې دغصب تازه هڅه

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل سهراب قادري خبریال ډاټ کام ته وویل د شاه …

ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې …