fbpx

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر فسبوک د خلکو نظریات څارم او ګته ترې اخلم

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو مخاطبانو نظریات لولي او درناوی ورته لري. نوموړي نن پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه په خپاره کړي پيغام کې ویلي، چې د وروستیو کلونو یوه مهمه لاس ته راوړنه د بیان ازادي او انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی دی.

دده په وینا نن یې د فیسبوک د څارونکو شمېر څلور میلیونه کسانو ته رسېدلی دی او دی د هر یوه نظر او تبصرې ته درناوی لري. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د فراغت یا بې کارۍ پر وخت فیسبوک څاري او د خپلو مخاطبانو نظریات لولي.
هغه ویلي چې د ټولو په تېره ځوانانو نظریاتو ته درناوی لري او د راتلونکې د اصلاح او پرمختګ په برخه کې ترې ګټه پورته کوي.