fbpx

۱۱ ښځې د کابل ښاروال مرستیالانې وټاکل شوې

د اداري او ملکي اصلاحاتو د خپلواکې ادارې له لوري ۱۱ ښځې د کابل ښاروال مرستیالانې ټاکل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ ویندوی عبدالجلیل سلطاني وايي چې په لومړي ځل په ۱۱ ناحیو کې د کابل ښاروال د مرستیالانو په توګه ۱۱ ښځې د ازادې سیالۍ له لارې بریالۍ شوې دي.
د راپورونو له مخې صمدي د ښار د لومړۍ ناحیې ښارواله ټاکل شوې ده. دغه راز مُرسل ماهان د دوهمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې.
انجنیره حبیبه صدیقي د شپږمې ناحیې ښاروالې، فاطمه بهزاد، چې د ۱۷ ناحیې ښاروالې، حسینه حسین د پنځمې ناحیې ښاروالې او سویتا ناصري د نهمې ناحیې ښارواله ګومارل شوې ده.
په همدې حال کې راضیه عارفي، چې په کاردان پوهنتون کې یې په اقتصاد کې لیسانس کړی، د دیارلسمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې ده.
مسعوده فردوس د اتمې ناحیې ښارواله مقرره شوې. نسیمه حمیدي د شپارسمې ناحیې ښارواله ټاکل شوې.
د ازاد رقابت له لارې نظیفه اوریاخېل، چې د دولسمې ناحیې ښارواله ګومارل شوې، له مریم پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې لیسانس لري او د ملګروملتو په شمول یې په څو نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.