fbpx

افغان بوکسر سهېل احمد له رسنیو ګیله مند دی

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار روداتو ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې نوم یې (سهېل احمد) دی نوموړي په ډېره کمه موده کې په بوکسېنګ سیالیو کې د افغانستان نوم په نړیواله کچه ځلولی دی .

خبریال ویپاڼې ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې سهیل احمد ( ۱۴) رسمي نړیوالو لوبو کې د هېواده بهر لوبېدلی دی چې په ( ۱۴) بوکسېنګ سیالیو کې یوازې یوه سیالي بایللې او (۱۳) نړیوالو سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړي .

سهېل احمد چې د افغانستان سره خورا ډېره زیاته مینه لري او نوموړي تل هڅه کړې چې د افغانستان نوم په نړیوالو سیالیو کې ځلانده او لوړ وساتيٍ .

سهیل احمد یو ځل بیا په روان(۲۰۱۹) کال د فبروۍ میاشتې پر پر دویمه نېټه یوه بله د بوکسېنګ نړیواله رسمي سیالي په انګلستان کې د خپل سیال سره لري نوموړي د ټولو هېوادوالو غوښتي چې پر دوعاګانو کې یاد وساتي .Afghan Boxer

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې د یاد افغان لوبغاړي پر بریاو ډیری تبصرې کېدلې چې نوموړي په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره ډیرې لوبې ګټلي خو لا یې یوې بریا ته هم کومې رسنۍ انعکاس نه دی ورکړی .

پر خپله سهېل احمد خبریال ویپاڼې ته په یو غږیز پيغام کې ویلي: چې د افغانستان لپاره مې ډیرې سیالۍ ګټلي خو لا مې چا غږ نه دی اوچت شوی یاد لوبغاړي پر افغان رسنیو تور پورې کړ چې توپیري ،ژبني تعصب ورسره کوي ، سهیل خبریال ویپاڼې ته خپلې ټولې بریاوې تایئد کړې او له افغان ولس او له رسنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې ما دې لا هم تشویق کړي.

د یادونې وړده چې په افغانستان کې ډیری داسې با استعداده افغان لوبغاړي شته خو له سترګو پټ دي .