fbpx

آسټراليا کې يو ښامار د چيندخانو مرستې ته راودانګل

په آسټراليا کې يو ښامار د چيندخانو مرستې ته راودانګل، پېښه په اصل کې داسې شوې، چې د شپې په دوهمه برخه کې يو دهقان ډېره عجيبه صحنه وليده، چې يو ښامار يو شمېر چيندخان په شا کړي او کوم خوندي ځاى ته يې وړي.

ياده دې وي چې په دغه سيمه کې ډېرو سېلابونو د چيندخانو کورونه يا د پاتې کېدو ځايونه له منځه وړي او چيندخانو له دغه ساحې څخه د وتلو لپاره له ښامار څخه مرسته غوښتې. دغه دهقان (پال) وايي، چې په دغه پټو کې په زرګونو چيندخان ژوند کوي.

پال وايي چې دا ښامار يې څو ځل مخکې هم دلته ليدلى دى او ډېرى شمېر نور شيان يې له تېغه تېر کړي دي. په دغه شپه باندې دهقان وليدل چې، د شپې يوه نيمه بجه ده او په زرګونو چيندخان په دې هڅه کې دي چې ځان چرته کوم خوندي ځاى ته ورسوي، همدا راز نوموړي وليدل چې د ښامار په ملا يو شمېر چيندخان ناست دي او ښامار لکه د اورګاډي چيندخان يې روان کړي دي. ياده دې وي چې د بارانونو دا موسم د چيندخانو د يو ځاى کېدو او د نسل د زياتولو وخت هم وي.

د دې ښامار خوراک چيندخان دي، خو په دې صحنه کې دا ښامار کوم چيندخ نه خوري، بلکې د چيندخانو مرسته کوي او خوندي ځاى ته يې وړي. دهقان (پال) وايي، چې کېداى شي لومړى دې ښامار د چيندخانو پر خوړلو ځان موړ کړى وي او له هغه وروسته يې بيا د چيندخانو د مرستې هوډ کړى وي، چې تر څو خوندي ځاى ته يې ورسوي.