کور پاڼه / خبرونه / په زابل کي ترافیکي پيښي درې کسه وژلي او څلورټپي کړي

په زابل کي ترافیکي پيښي درې کسه وژلي او څلورټپي کړي

په زابل کي ترافیکي پيښي درې کسه وژلي او څلورټپي کړي.
د سراچه او مازدا موټرونو ترمنځ دغه ترافيکي پيښه نن سهارشا او خوا ۷ بجې د زابل د ښار صفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سيمه کي سوې.
د زابل د ښار صفا ولسوال عبدالصمد دراني رسنیو ته وویل، چي په دغه ترافیکي پېښه کي درې تنه وژل سوي او څلور نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي د يوه روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دراني وویل تر اوسه معلومه نه ده، چي ترافيکي پېښه د څه له امله سوې.
دا په روانه اوونۍ کي په زابل کي دوهمه ترافيکي پېښه ده، چي د دې لويې لاري مسافرينو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …