fbpx

۲۰۱۹ به په زړه پورې کال وي

د افغانستان لپاره به ۲۰۱۹ میلادي کال یو په زړه پورې کال وي.
دا خبرې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر نن کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې وکړې.
نوموي د امریکایي پوځيانو سره د نوي کال د لمانځلو پر مهال په خپلو خبرو کې هغو مواردو ته اشاره وکړه، چې دا مهال د افغانستان د سولې په اړه روان دي.
مېلر وویل چې د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي او د سیمې هیوادونه هم پر سوله ټینګار کوي، تر څو  طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تېره میاشت د طالبانو له استازو سره په ابوظبي کې ولیدل او ټاکل شوې ده چې د روانې جنورۍ په میاشت کې د طالبانو استازي د سعودي عربستان په جده ښار کې په یوه ورته غونډه کې برخه واخلي.