fbpx

لورلايي: د پوځ پر چاوڼۍ زبردست ډله يیز ځانمرګی برید، پراخ هلاکتونه

د نوي کال په لومړۍ شپه د پاکستان تر کنټرول لاندې د بلوچستان ایالت په لورلايي ښار کې د پوځ پر چاوڼۍ یعنې پوځي مرکز (۴) ځانمرګو بریدګرو زبردست بریدونه کړي دي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د شپې د ۲۰۱۹ عیسوي کال لمانځل روان و.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې جګړه تر سهاره روانه وه. د پرله پسې سپکو او درندو وسلو غږونه اورېدل کېدل. عیني شاهدانو خبریال ډاټ کام ته وویل چې ډېر زیات تلفات اوښتي دي‌ او د لورلايي‌ پوځي روغتونونو ته له بهره څوک نه پرېښودل کېږي. په سیمه کې تر اوسه لا هم پوځي چورلکې ګرځي او تر ډېره ښار پوځي بڼه خپله کړې ده.

د لورلايي ‌یوه چارواکي د خبریال ډاټ کام همکار ته ویلي ‌چې تر لسو زیاتو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د نوموړي په وینا دا لومړني معلومات دي. د پاکستاني‌ طالبانو ویاند محمد خراساني ویلي ‌چې دا زبردست برید د طالبانو له لوري شوی او تر (۴۰) زیات پوځیان یې هلاک کړي دي.Pakistan Army

لورلايي د کولو بارکهان، زیارت، کلا سیف الله او ژوب ترمنځ پرته ګڼ مېشته ولسوالي ده.‌ دا سیمه له کوټې څه باندې‌۱۴۰ کیلومتره واټن لري. دا غرنۍ سیمه ده او هلته د پوځ یوه لویه قرارګاه او په شاوخوا کې واړه مرکزونه شته دي. که څه هم لورلايي د پښتنو ښار دی، خو تر ډېره بریده هلته میشت پوځیان پنجابیان دي.

طالبانو ویلي چې د نوي کال د شرابو څښلو مېله یې په نښه کړې ده. تراوسه پوځ پټه خوله دی او په دې تړاو یې څه نه دي ویلي. د پاکستان پوځ همېشه هڅه کوي چې ورته بریدونه له رسنیو پټ وساتي، خو اوس د داسې بریدونو پټول اسانه کار نه دی.

د سیمې اوسېدونکي او خبریالان وايي چې دې سیمه کې پوځ د برید تمه نه لرله، ځکه زیات پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي. سیمه کلابنده او لا هم ناورین دى.