fbpx

حليم فدايي رسماً خپله دنده پیل کړه

محمد حلیم فدايي د خوست د نوي والي په توګه رسماً نن خپله دنده پیل کړه.
د یاد ولایت له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد حلیم فدايي د خپلې  وینا پرمهال د ښې حکومتوالۍ په لار کې به د دې ولايت په ټولو دولتي ادارو کې پر ژور بدلون ټینګار وکړ.
نوموړي په امنیت کې د ولس نمونوي رول، قومي جوړښتونه، قومي تړونونه، جرګې، مرکې ، فعال، با ظرفیته، آګاه، او ځوان نسل؛ علمي، تعلیمي، فرهنګي او ورزشي بالفعل او بالقوه پوتنشیل؛ ترانزیټ، صادراتي او هوايي ترانسپورتي پوتنشیل د خوست فرصتونه یاد کړل او په ملي مسایل کې د خوستوالو واضح او ملي دریځ او په ولایت د ننه د پانګوالو پانګونه یې د هغوی حب الوطني او خورا مهمه ځانګړنه وبلله.
فدايي د خپلو خبرو پرمهال وویل چې زه هیڅ ژمنه نه کوم، ولې خوست ولایت ته د کار او خدمت کولو له قوي او غښتلې ارادې سره راغلی یم.
د خبرپانې په حواله په همدې حال کې د سيمه ييز ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستيال روح الله نيازي په دې غونډه کې د خوست له والي وغوښتل هغه ژمنې او وعدې چې ولسمشر محمداشرف غني دې ولايت د خپل سفر په ترڅ کې له خلکو سره کړې وې، يوه په بله پسې تعقيب کړي.
یاده دې وي جې ددغې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو بيا د خوست پر پخواني والي حکم خان حبيبي نېوکې وکړې چې په خپله څلور کلنه دوره کې يې هغه ډول چې لازمه وه، دې ولايت ته کار نه دی کړی.