fbpx

محمد نبي ۳۴ کلن شو!

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل نن ( ۳۴) مه کلیزه ده محمد نبي پر( ۱۹۸۵) م کال کې د جنورۍ میاشت پر لومړۍ نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی د محمد نبي کورنۍ پخوا له افغانستانه د جګړو پر مهال پاکستان ته مهاجرت شوې وه .

محمد نبي عیسی خېل په لس کلنۍ کې د کرېکټ سره زیاته علاقه وه نوموړی په (۲۰۰۰ ) میلادي کال کې افغانستان ته راغی او له اصغر افغان، محمد شهزاد او شاپور ځدران سره یې په کور دننه کرېکټ پیل کړ نوموړي تر لس کلنې وروسته دادی تر دې وخته پورې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې لوبېږي چې د نړۍ په کچه یې ډیری مینوال پیداکړي.

 محمد نبي عیسی خېل د افغانستان ملي لوبډلې هغه پخوانی لوبغاړی دی چې له پیل راهیسې تر دې وخته په سیالیو بوخت دی او لا هم د هېواد لپاره لوبېږي،  نبي پر ښي لاس په زړه پورې  توپ وهنه کوي او په توپ اچونه کې لېګ سپېن توپ اچوونه کوي چې نړۍ اوس ګوته پر غاښ کړ ې نوموړي د الراونډرانو په درجه بندۍ کې اوس مهال دریم ځای لري.

محمد نبي د افغانستان لپاره ټولې (۱۰۶) یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې په دې کې (۲۴۳۵) منډې ټولټال ترسره کړي چې په هره سیالۍ کې ایوریج (۲۹) دی.

 همدارنګه محمد نبي په (۶۵) شل اوریزو سیالیو کې ټولې( ۱۰۱۴) منډې جوړې کړي چې په( ۱۹.۹ ) ایوریج سره یې منډې جوړې کړي.
 
عیسی خېل په (۱۰۶)  یو ورځنیو لوبو کې ټول (۱۱۴) لوبغاړي سوځولي چې پر یوې سیالۍ کې بېسټ یا غوره توپ اچونه د (۳۰) منډو پر ورکړې سره څلور لوبغاړي سوځو ل دي.

همدارنګه په ( ۶۵) شل اوریزو سیالیو کې محمد نبي (۶۷ ) لوبغاړي سوځولي دي چې بېسټ یا په یوه سیالۍ کې غوره توپ اچونه څلور لوبغاړي سوځول دي.

محمد  نبي د هېواد په کچه  لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو وړاندې (۲۰۰۰) منډې  په خپل لوبیز ژوند کې پوره کړې وې.

محمد نبي لومړنی افغان لوبغاړی دی چي يوه ورځنيو لوبو کي يي خپل هيواد ته (۲۰۰۰)  منډي پخپله لوبيزه تاريخچه کي جوړي کړي.

محمد نبي د افغانستان ملي لوبډلې ترڅنګ د  هند IPL بنګله دیش BPL، پاکستان PSL  او د اسټرالیا BBL د لیګونو تر څنګ د کارابین CPL او د بلاسټ په لیګونو هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبېدلی دی.

محمد نبي په افغان لوبډله کې هغه لوبغاړی دی چې کلونه کلونه یې د افغانستان کرکټ ته خدمت کړی او لا هم د یو لوبغاړي پر صفت لوبې ترسره کوي.