fbpx

چین امریکا ته مشوره ورکړې

 چینايي چارواکي وايي چې له افغانستان نه امریکا دې د خپلو عسکرو په ایستلو کې بیړه نه کوي.
دا څرګندونې په پاکستان کې د چین د سفیر مرستیال لیجان ژاو د ټلویژن جیو سره په یوې مرکې کې کړي دي.
لیجان ژاو ویلي چې  د امریکا عسکر په افغانستان کې د ١٧ کلونو نه حضور لري، که هغوي د افغانستان نه ووځي نو دغه کار دې په دمه او مسولانه توگه ترسره کړي.
ژاو زیاته کړه “که د امریکایي عسکر د وتلو نه وروسته کورنۍ جگړه پیل شوه نو د ټولو نه مخکې به په پاکستان او چین بد اثر کیږي. نو ځکه باید مونږ ټول د دغې مسلې د حل لپاره یوځاې شو چې د سولې پروسه پیل شي.”
په ورته وخت کې  ژاو په افغان حکومت او طالبانو هم غږ کړی چې د افغانستان د ۴٠ کلنې جگړې د ختمولو لپاره دې خبرو ته کیني او یو سیاسي حل دې راوباسي.
هغه وویل چې د افغانستان مسله یواځې افغانان په خپله حل کولی شي او نړیواله ټولنه دې د افغانانو سره پدی لړ کې مرسته وکړي.
یاده دې وي چې امریکا په وروستۍ کې د طالبانو سره مستقیمې خبرې شروع کړیدي.