کور پاڼه / خبرونه / د جهاد په اړه فتوا یوازې دولت ورکولی شي؛ نه ډلې

د جهاد په اړه فتوا یوازې دولت ورکولی شي؛ نه ډلې

د جهاد په اړه فتوا یوازې دولت ورکولی شي؛ نه ډلې

د مصر د الازهر پوهنتون ستر مفتي ډاکتر شوقي ابراهيم ويلي، چې د جهاد فتوا دولت او د کفر فتوا يواځې محکمې ورکولى شي نه ډلې.
نوموړي دا څرګندونې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د (پيغام پاکستان او ترهګرۍ) تر عنوان لاندې کنفرانس ته کړې دې.

دغه مفتي وايي، چې په اسلام کې سخت دريځي، ترهګري او مسلمان ته د کافر ويلو په اړه سخت ممانعت راغلى دى.

هغه زياته کړه چې داعش له اسلام څخه لرې او ناخبره ډله ده او د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کوي.

دغه کنفرانس ته د پاکستان يوه ديني عالم ډاکټر افتاب احمد هم ويلي، چې د اسلامي هېوادونو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کول بغاوت دى.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې پاکستاني ديني عالمانو یواځې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد فتوا ورکړې وه او ځینو عالمانو یې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد بللی و.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …