fbpx

۲۰۱۹ به د ټرمپ لپاره کړکېچن کال وي

د بریتانیا ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې چې  ۲۰۱۹ به د ټرمپ او امریکا په کډون د یوشمېر هیوادنو لپاره کړکېچن کال وي.
یادې ورځپانې د فرانسوي وړاندویونکي او منجم متخصص (میشل دو نوسترداموس) له قوله لیکي چې  ۲۰۱۹ کال به د امریکا، بریتانیا او نورې نړۍ لپاره خورا کړکېچن کال وي.
میشل نستر داموس د نړۍ تر ټولو مشهور او د درناوي وړ صوفي دی چې ډېر خلک یې وړاندوینې دقیقې ګڼي.
 په همدې حال کې بریتانیايي ارواپوه کریج هملټن پارکر، چې د (Psychics.co.uk) ویبپاڼې چلوونکی هم دی، باور لري چې نوستر داموس د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ لپاره خونړی کال اټکل کړی دی.
د دغه ارواپوه په وینا، داموس پر ولسمشر ټرمپ د قاتلانه حملې، په منځني ختیځ کې د جګړې او د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ ترمنځ له روسیې سره د امریکا د اړیکو د ښه کېدو وړاندوینه کړې ده.
ښاغلي هملټن ایکسپریس ورځپاڼې ته ویلي«احساس کوم چې ټرمپ به د ولسمشرۍ دوهمه دوره ولري خو نوستر داموس وړاندوینه کړې چې پر ده به د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې د حملې هڅه وشي.»
ده همدارازی وویل چې ټرمپ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ډول معامله یا تړون وکړي.