fbpx

ننګرهار کې ۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیلیږي‎

ننگرهار د څه باندې دوه نوي میلیونه افغانيو په ارزښت د چرگانو دورکړی، سړوخونو، اوسربندونودجوړولوقراردادونه لاسليک شول.
 دکرني او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني  وايي  چې په چپرهار، اچین، رودات، کوټ،شیرزاداو خوګیاڼو ولسواليو کې دنهه څلویښت اشاریه پنځه میلونه افغانيو په ارزښت دمتوازن انکشاف په موخه پنځه اویا سړي خوني جوړوي.
 د کرنې وزیر وايي دفارم هډي په سيمه کې به د دي ولایت لپاره هغه لویه سړه خونه چې تیرکال يي دگټونکي شرکت دناکامۍ له امله قرارداد لغوه شوي وو دشلو ورځو په موده کې به يي بیاځلي دجوړیدو چارې پیل شي.
کرنې وزير وويل، چې  دوربابا، ګوشتې، کوټ او خوږياڼو ولسواليو کې د څه باندې ۲۷ ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت د هګيو توليد په موخه زر کورنيو ته د چرګانو روزنې ۳۰ قطعې او همدا راز په کوز کونړ او دره نور ولسواليو کې د پنځلس ميليونه او دوه نيم سوه زره افغانيو په لګښت د غوښې توليد په موخه د چرګانو روزنې پنځه سوه قطعې جوړیږي، چې چارې به ډېر ژر پيل شي.
د کرني وزير تیره ورځ هم په یوه خبري غونډه کې د وینا پرمهال پدي ولایت کې د پیستي او بادامو دازمایښتي باغونو دجوړولو ژمنه هم وکړه او ویی ویل چې د بریالي کیدو په صورت کې به د دې باغونو شميرډیرکړي.
Loading...