fbpx

غزني کې (۱۹) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني  کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون (۱۹) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د یاد ولایت له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا  پیښې د وسله والو طالبانو لخوا  د روانې مرغومي میاشتې په ۲ مه، ۴ مه، ۷ مه او ۹ مه نیټه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ او دري نوري یې هم د مرکز اړوند له ده یک او اندړو ولسوالۍ سره پر پوله په آرزو سیمه کې رامنځته شوي دي.
سرچینه لیکي چې د یادو پیښو په ترڅ کې یې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۳  ملکي کسان شهیدان او د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.