fbpx

مودي: د پاکستان په اصلاح کولو کې وخت پکار دی

داسې فکر کول به سخته غلطي وي چې ګنې پاکستان به زر اصلاح (سم) شي، د پاکستان په اصلاح کولو کې به وخت په کار دی.
دا خبرې د هند لومړی وزیر نرېندر مودي په خپل ټوېټر لیکي دي.
له دې وړاندې نرېندر مودي له اې اېن ای رسنۍ سره مرکه کې هم ویلي وو، حکومت به يې په پاکستان فشار ته دوام ورکوي، خو داسې ممکنه نه ده چې پاکستان به زر سم شي.
نوموړي وايي چې پر پاکستان یې فشار اچولی او نړۍ هم فشار پر اچولی او دا حقیقت دی چې پاکستان اوس ګوښه شوی دی.
نرېندر مودي دا هم وویل، چې له ټولو ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي.
مودي په مرکه کې د کال ۱۹۶۵او د پاکستان او هند د بېلېدو په وخت د جګړې يادګېرنه کړې خو ويلي يې دي چې پاکستان په يوه جګړه نه سميږي او که دا تمه ساتل کيږي نو دا به ډېره غټه غلطي وي.
د راپورونو په اساس هند د کال ۲۰۱۶م د ستمبر په مياشت کې ادعا کړې وه چې د ۲۸م او ۲۹م نېټې په منځنۍ شپه کې يې د کشمير د وېشونکې پولې نه پورې غاړې پاکستان کې سرجيکل بريدونه کړي وو او ځاني زيان يې اړولی ؤ.
د پاکستان پوځ هغه وخت د هند دغه ادعا رد کړې وه چې ګنې هند سرجيکل بريدونه کړي وو او ويلي يې ؤ که څوک د پاکستان په خاوره سرجيکل بریدونه کوي هم دغه ډول ځواب به ورته ورکوي.
خو نرېندر مودي وايي، د پاکستان لپاره یې ردول ضرور و، خو هند کې چې کوم کسان د پاکستان په څېر خبره کوي دا ډېره خواشینوونکې ده.