fbpx

هند: د پاکستان ترهګر په ګاونډي هېوادونو کې ورانکاري کوي

د هند لومړي وزير نريندرا مودي ويلي دي، چې د پاکستان روزل شوي ترهګر د پاکستان ګاونډي هېوادونو او هند ته اوړي او هلته بيا ورانکاري فعاليتونه کوي، چې داسې يو حالت هند ته بېخي د منلو نه دى او په دغسې حالت کې بيا د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات کېدل ناممکنه خبره ده.

هندي رسنۍ ليکي، چې د هند لومړي وزير نريندرا مودي وويل، پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله په ټوله سيمه او نړۍ کې منزوي شوى دى. هغه همدا راز زياته کړه، چې پاکستان به هېڅ کله ونه شي کولاى چې د ترهګرو د ملاتړ په پالېسۍ پرمختګ وکړي او په سيمه کې خپلې موخې ترلاسه کړي.

د هند لومړى وزير وايي، چې موږ غواړو په سيمه کې له ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو، خو که چېرته پاکستان غواړي چې له هند سره يې اړيکې ښې شي، نو لومړى په له ترهګر لاس اخلي او د ترهګرو ملاتړ او روزنه به پرېږدي.

هغه همدا راز وايي، چې د پاکستان روزل شوي ترهګر د پاکستان له خاورې څخه ګاونډي هېوادونو او هند ته اوړي او هلته بيا خپل ورانکاري ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي، چې دا په هېڅ حالت هند ته د منلو نه دى او په دغسې حالاتو کې بيا د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناممکنه دي.

ياده دې وي چې د پاکستان نوي حکومت له راتلو سره سم هڅه پيل کړې ده، چې له هند سره خبرې وکړي، خو هند تل منفي ځواب ورکړى دى. د هند لومړنۍ غوښتنه دا ده، چې پاکستان دې لومړى د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي، نو له هغه وروسته به ورسره هند مذاکراتو ته کېني. د هند د بهرنيو چارو وزيره سشما سوراج وايي، داسې هېڅ کله هم نه شي کېداى، چې يوې خواته دې پاکستان ترهګر روزل او د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې دې ترهګريز فعاليتونه کوي او بل خوا دې موږ له پاکستان سره مذاکرات او خبرې اترې کوو.