fbpx

ميدان وردګ کې بڼوالو له حکومت نه ګیله لري

د ميدان وردګ ولایت کې بڼوالو وايي د کرهنې  دوی ستونزې هيري کړي دي.
دوی وايي چې درې مياشتي د مخه کرهنې وزېر د دې ولايت له بڼوالو سره په ليدنه کي ژمنه کړې وه چې مڼې به د امنيتې ځواکونو غذاي ليست ته شاملوي ترڅو د مڼو مصرف زيات او قيمت يې لوړ شي ، خو تر اوسه یې دا ژمنه نه ده عملي کړې.
دوی زیاته وي چې مڼې د ميدان وردګو ولايت ستر کرهنيز محصولات دې د ولايت د اکثريت وګړو کلني اقتصادې عايد همدا مڼې دي.
 بڼوالو  له حکومت او کرهني وزارت څخه غواړو چې مڼو لپاره د خرڅلاو صحي مارکيټ پيدا کړي.
دوی ګواښ  وکړ که دا ځل یې غوښتنې د پخوا په څیر بيا هيرې شي نو بڼوالو به د تير کال په څیر د مدني او قانوني لارو په حکومت د ستونزې د حل لپاره فشار را وړي .