fbpx

کندهار کې ۵ سرتېري شهیدان شوي

وسله والو طالبانو په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځمکني تونل له لارې د پوځ پر یوه مرکز برید کړی او د پوځ پنځه سرتېري يې شهیدان کړي او پنځه نور یې ټپيان کړي‌ دي.
دغه پېښه تېره شپه ۱۱بجې د میوند ولسوالۍ په جګروم سیمه کې رامنځته شوې.
دکندهار دوالي ویاند عزیزاحمد عزیزي رسنیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ځمکې له لارې دوه کېلو متره تونل د شفق په نوم د ملي اوردو د یوې قرار ګاه داخل ته غځولی وو.
ویاند زیاته وي چې وسله والو د یاد تونل له لارې په لوړه اندازه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړو چې په چاودنه کې يې د پوځ پنځه تنه سرتېري شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوی.
چې تر چاودنې وروسته وسله والو د پوځ پر مرکز ډله ییز برید پيل کړی چې د سهار تر دو بجو پورې جګړې دوام در لود.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی پېښه تائیده وي خو وايي چې جزئیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.