fbpx

ولسي جرګه: طالبان باید له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي

ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له مخامخ خبرو پرته به بې ثباتۍ او معاملو ته لار هواره شي.یاده جرګه وایي، د ښکېلو لوریو له مخامخ خبرو پرته به هېواد له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

جرګه دا خبرې وروسته له هغې کوي چې طالبانو د سولې دویم پړاو خبرو په درشل کې د افغان حکومت له استازو سره خبرې رد کړې دي. د یادې جرګې په اعلامیه کې چې نن د جرګې د یو غړي لخوا په عمومي ناسته کې ولوستل شوه راغلي وو طالبان باید له افغان حکومت سره له قید او شرط پرته په مستقله توګه د سولې خبرو ته کېني.

اعلامیه کې له ټولو ګاونډیو او نورو ښکېلو لوریو غوښتنه شوې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ دویم پړاو خبرې روانه میاشت د سعودي په جده ښار کې ترسره شي.